په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو په برید کې پنځه تنه پاڅون کونکي وژل شوي دي.
لوګر کې د طالبانو په برید کې پنځه تنه پاڅون کوونکي وژل شوي
17 حمل 1399 ساعت 9:30
په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو په برید کې پنځه تنه پاڅون کونکي وژل شوي دي.
د لوګر د والي ویاند، دیدار لونګ ویلي تېره شپه طالب وسله والو د مرکز اړوند شېروازې سيمه کې د ولسي پاڅون والو پر پوسته بريد کړى چې په پايله کې يې پنځه تنه پاڅون وال وژل شوي.
لوګر د افغانستان یو نا امنه ولایت دی چې وسله وال طالبان یې په ځینو ولسوالیو لکه چرخ او خروار کې پراخ فعالیت کوي.
د مطلب کود: 206951