دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 206984
پاکستان د تورخم او چمن لارې پرانیزي
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي، ټاکل شوې چې پاکستان نن د تورخم او چمن لارې د لنډ مهال لپاره پرانیزي.
د دغې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان به د تورخم او چمن ځمکنۍ لارې د روان ۲۰۲۰ کال د اپرېل له پنځمې څخه تر نهمه پورې د افغانانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره لارې پرانیزي.

نوموړي وویل، دا کار به سبب شي د افغان سوداګرو ۱۰ زره کانټینر هېواد ته د داخلېدو اجازه پیدا کړي.

یاد هېواد د تېرې مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه د کرونا ویروس مخنیوي په هدف لومړی د چمن-سپین بولدک او تر هغه ۱۶ ورځې وروسته‌یې تورخم دروازه هم له افغانستان سره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

تر دې مخکې په اسلام‌اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل هم د پاکستان له حکومت څخه د لارو د خلاصېدو غوښتنه کړې وه.
 
https://avapress.com/vdcevp8wejh87oi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته