کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل امنیه قومندان

17 حمل 1399 ساعت 19:32


 د کابل امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، سر نن له ورځې په کابل کې ګرځبندیز پیلېږي او سرغړونکو ته به سخته سزا ورکړي.

د کابل د امنیه قومندانۍ مرستیال محمد داوود میرزايي، په کابل کې پر کرونا وایروس د ککړو کسانو شمېر زیات شوی، چې له امله دوی په ټول ښار کې پر تګ راتګ بندیز لګوي.

«قرنطین زموږ د هېوادوالو له خوا په سمه توګه نه دی عملي شوی. تاسې هم وینئ سر له سبا تابیاوې جدي کېږي. چلند مو هم جدي کېږي. تر پرونه غوښتنه وه، نن په امر تبدلېږي.»

د کابل والي یعقوب حیدري هم ګواښ کوي، که د کابل ښاریان په ښار کې تګ راتګ بند نه کړي، نو له سر غړونکو سره به سخت قانوني چلند وکړي.«موږ سرغړونکي نیسو، قرنطین کوو یې، سزا ورکوو او د کارځای ته یې خبر ورکوو چې جریمه یې کړي او جریمه یې د کورونو شاته استوو.»

له دې وړاندې په کابل کې ښوونیز مرکزونه، د ودونو تالارونه، پلورنځي او ښوونځي تړل شوي وو؛ خو له نن ورځې وروسته به په ښار کې په تګ راتګ هم بندیز ولګول شي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ساعتونو کې په کابل کې ۴۱کسان په کرونا کوویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي، چې له هرات یې د ککړو کسانو شمېر ډېر دی.

په افغانستان کې تراوسه ۳۳۷کسان په کرونا ککړ شوي، چې ۶تنه یې وژلي دي.


د مطلب کود: 207012

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207012/د-کابل-امنیه-قومندان

آوا
  https://www.avapress.com