کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس؛ د برتانیا لومړی وزیر روغتون ته ولېږدول شو

18 حمل 1399 ساعت 8:34

د برتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن چې په کورونا ناروغۍ اخته دی، د لا نورو معاینو لپاره روغتون ته ولېږدول شو.
لس ورځې مخکې په ښاغلي جانسن کې کورونا وېروس تایید شو.
د برتانیا لومړي وزارت د دفتر یو ویاند وايي، ښاغلی جانس د پرلپسې تبې په ګډون اوس هم د کورونا ځینې نښې لري.
د دې ویاند په خبره، د ډاکټرانو په سپارښتنه ښاغلی جانسن د احتیاط لپاره روغتون ته لېږدول شوی دی.



ویل کېږي نوموړی په روغتون کې بستر کېږي.
د برتانیا لومړی وزیر لا هم د حکومت مشر دی، خو ټاکلې ده چې د دوشنبې په ورځ د کورونا وېروس د ارزونې غونډه د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ وشي.
ښاغلی جانسن له هغې ورځې را هیسې له کور کار کوي چې دا وېروس پکې وپېژندل شو.
نوموړي د جمعې په ورځ هم د ویډیو له لارې د کورونا وېروس په هکله غونډه کې ګډون درلود.
ښاغلي جانسن د جمعې په ورځ د یوې ویډیو خپرولو سره وویل، لا هم د کورونا وېروس نښې پکې ښکاره کېږي.
نوموړی دې ویډیو کې وايي: لا هم تبه لرم، ځکه باید د حکومت سپارښتنو ته په پام، خپل شخصي کرنتین ته دوام ور کړم، ترڅو د دې ناروغۍ نښې ورکې شي.
د ښاغلي جانسن مېرمن کري سایمونډز- چې مېندواره هم ده- یوه اونۍ مخکې وویل، د کورونا نښې پکې شته، خو لا یې هم دا ناروغي تایید شوې نه ده.
له کله چې د ښاغلي جانسن ناروغي مالومه شوې، دواړه جلا ژوند کوي.
 


د مطلب کود: 207024

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207024/کورونا-وېروس-د-برتانیا-لومړی-وزیر-روغتون-ته-ولېږدول-شو

آوا
  https://www.avapress.com