ویل کېږي نوموړی په روغتون کې بستر کېږي.
د برتانیا لومړی وزیر لا هم د حکومت مشر دی، خو ټاکلې ده چې د دوشنبې په ورځ د کورونا وېروس د ارزونې غونډه د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ وشي.
ښاغلی جانسن له هغې ورځې را هیسې له کور کار کوي چې دا وېروس پکې وپېژندل شو.
نوموړي د جمعې په ورځ هم د ویډیو له لارې د کورونا وېروس په هکله غونډه کې ګډون درلود.
ښاغلي جانسن د جمعې په ورځ د یوې ویډیو خپرولو سره وویل، لا هم د کورونا وېروس نښې پکې ښکاره کېږي.
نوموړی دې ویډیو کې وايي: لا هم تبه لرم، ځکه باید د حکومت سپارښتنو ته په پام، خپل شخصي کرنتین ته دوام ور کړم، ترڅو د دې ناروغۍ نښې ورکې شي.
د ښاغلي جانسن مېرمن کري سایمونډز- چې مېندواره هم ده- یوه اونۍ مخکې وویل، د کورونا نښې پکې شته، خو لا یې هم دا ناروغي تایید شوې نه ده.
له کله چې د ښاغلي جانسن ناروغي مالومه شوې، دواړه جلا ژوند کوي.