کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایټالیا کې ۱۰۴ کلنه ښځه له کورونا وېروس رغېدلې؛ د مړینو شمېر هم په کمېدو دی

18 حمل 1399 ساعت 8:35

له ایټالیا نه ترلاسه شوي رپوټونه وایي چې په دې هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس له کبله ۵۲۵ کسان مړه شوي، چې په تېرو دوه اوونیو کې د ورځنیو مړینو تر ټولو ټیټه کچه ده.
د مړینو له پلوه ایټالیا د نړۍ تر ټولو دېر ځپل شوی هېواد دی او تر دې دمه نژدې ۱۶ زره کسان د کورونا وېروس قرباني شوي دي.‌



خو په همدې هېواد کې بیا یوه ۱۰۴ کلنه ښځه له دې ناروغۍ بېرته رغېدلې، او ورسره په ټول هېواد کې خلک یو څه هیله من شوي‌ دي.
ځایي رسنیو دا ښځه د ادا زانوسو په نامه یاده کړې او د ایټالیا په شمال کې د لېسونا سیمې اوسېدونکې ده.‌
نوموړې په هغه پالنځي یا د پاخه عمر خلکو په استوګنځي کې اوسېده چېرې چې وار د مخه شل نور کسان کورونا وېروس وژلي وو.‌
د مړینو د شمېر کمېدو ترڅنګ په ایټالیا کې د کوېډ-۱۹ ناروغانو شمېر هم په وروستیو ورځو کې راکم شوی دی.‌
په ټوله ایټالیا کې تر دې دمه نږدې یو لک او دېرش زره کسان په کورونا وېروس اخته شوي دي.
 


د مطلب کود: 207025

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207025/ایټالیا-کې-۱۰۴-کلنه-ښځه-له-کورونا-وېروس-رغېدلې-د-مړینو-شمېر-هم-په-کمېدو-دی

آوا
  https://www.avapress.com