دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۷
د مطلب کود : 207026
اتمر: افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع نشتوالی لوی خنډ دی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر وايي، په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره سیمه ییزه اجماع نشته او دا د سولې بهیر کې لویه ستونزه ده. ښاغلي اتمر یکشنبه د کار له پیلولو وروسته په خپله لومړۍ خبري غونډه کې وویل، په نوې دنده کې یې له ګاونډیو هېوادونو سره د سولې پر موضوع کار کول لومړیتوب دی.

د هغه په وینا، د بهرني سیاست او دیپلوماسۍ یوه طرحه یې جوړه کړې، چې ډېر ژر به یې کابینې ته د تصویب لپاره ولیږي.
حنیف اتمر همدا راز پر افغان سیاستوالو غږ وکړ چې د سولې راوستلو لپاره خپل سیاسي مخالفتونه او د ټاکنو پر سر راولاړې شوې ناندارۍ پرېږدي.
د افغان بهرنیو چارو نوی سرپرست وزیر وایي، په تېرو اوونیو کې له ولسمشرمحمد اشرف غني سره د بهرني سیاست بنسټیزو حدودو په اړه نتیجې ته رسیدلی او ژر به یې یوه طرحه کې ځای پر ځای کړي.‌
ښاغلي اتمر له دې وړاندې د ولسمشر غني په لومړۍ دوره کې د ملي امنیت سلاکار په توګه دنده کړې.
تر هغه وړاندې نوموړی د کلیو پراختیا، پوهنې او کورنیو چارو وزارتونو مشري هم کړې ده او همدا رنګه نوموړی د ۲۰۱۴ کال ټاکنو کې د ولسمشر غني د ټاکنډلې مخکښ غړی و.
 
https://avapress.com/vdccimqie2bqxx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته