دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۸
د مطلب کود : 207027
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د راتلونکو ۵ ورځو لپاره د خپلې نوې کابینې لپاره د وزیرانو د ګومارنې لړۍ درولې ده. د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر وایي، دا ګام د دې لپاره اخیستل شوی دی چې د سیاسي خبرو اترو لپاره لا ډېر فرصت رامنځته شي. له دې اعلان وړاندې افغانستان یو شمېر مخکښو سیاسي مشرانو له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي وو چې تر یوه وخته دې د حکومتي چارواکو ګومارنې ودروي.

دوی په یوه اعلامیه کې له پخواني اجرایه رئیس عبدالله عبدالله هم غوښتنه کړې چې چې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره دې ټاکل شوې موده وغځوي. وړاندې ښاغلي عبدالله درېیمګړو سیاسي مشرانو ته لس ورځې وخت ورکړی و چې په وینا یې باید په دې موده کې سیاسي اختلافات حل شي.
د سیاسي مشرانو په دې ډله کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، سیاسي رهبر عبدرب الرسول سیاف، د ولسي جرګې پخوانی مشر یونس قانوني او د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي شامل دي.
له څو ورځو راهیسې دوی د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي لانجو هوارولو لپاره له دواړو مشرانو سره لیده کاته کوي.
 
https://avapress.com/vdcdx50x5yt0zz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته