په افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۰ نوې پېښې ثبت شوې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 حمل 1399 ساعت 9:29
په افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته په استولي پيغام کې ویلي چې وروستۍ مثبتې پېښې په هرات، کابل، نیمروز، کندز، فاریاب او دایکنډي کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د نویو پېښو په ثبتېدو سره په دې هېواد کې د کرونا ټولې مثبتې پېښې ۳۶۷ ته ورسېدې.
د مطلب کود: 207031