دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 207038
د تورخم او سپین بولدک لارې نن پرانیستل کېږي
نن د تورخم او سپین بولدک لارې دا فغانانو پر مخ پرانیستل کېږي.
په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له اعلان سره سم به له نن دوشنبې تر پنجشنبې پورې د اپرېل له شپږمې تر نهمې د تورخم او سپین بولدک له لارو په پاکستان کې ایسار افغانانو ته اجازه ورکړل شي چې افغانستان ته دننه شي.
پاکستان د مارچ په ۱۶مه تورخم او د مارچ په لومړۍ سپین بولدک–چمن لارې د افغانانو د تګ راتګ لپاره بندې کړې چې له امله‌یې په دواړو سیمو کې زرګونه افغانان بې‌برخلیک او ایسار پاتې شول.
د لارو د بندښت اصلي علت د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی یاد شوی و.
تازه د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل یکشنبه ویلي چې د تورخم له لارې افغانستان ته ټول راتلونکي مسافر به له ۱۴ تر ۲۱ ورځو په تورخم کې قرنطین شي او هېڅوک نه‌مستثنی کېږي.
هغه زاته کړه: "زما هیله له ټولو افغانانو دا ده چې واسطه کېږئ مه، دې ته ضرورت نه‌شته دی. موږ ته هم تکلیف مه‌جوړوئ ځان ته‌یې هم مه‌جوړوئ. موږ پرېږدئ چې خپل صحیح سکریننګ وکړو. د ډاکترانو ټیمونه هلته مؤظف شوي دي هغوی خپل تدابیر لري. د ښځو لپاره جدا ځای، د نارینه‌و لپاره جدا ځای او د هغو لپاره چې ډېر مریضان دي د هغوی لپاره جدا ځای په نظر کې نیول شوی دی. هغه څه امکانات چې زموږ لاس کې و هغه مو برابر کړل."
د ننګرهار والي د دغه ولایت له ولسونو مننه کړې چې د قرنطین لپاره‌یې د ځای په جوړولو کې له دولت سره مرسته کړې ده.
https://avapress.com/vdcfmed0cw6dxxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته