دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 207061
افغانستان ته ۴۲ زره ټنه خوراکي توکي انتقال شوي
د افغانستان د ټرانسپورت وزارت وایي، په تېره یوه اوونۍ کې ۴۲ زره ټنه خوراکي توکي هېواد ته انتقال شوي دي.
د ټرانسپورت وزارت ویاند اشرف حق‌شناس د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د خوراکي او نورو اړینو توکو انتقال په عادي ډول روان دي او تېره اوونۍ ۹۲ زره ټنه مواد هېواد ته انتقال شوي چې له دې جملې ۴۲ زره ټنه خوراکي مواد او نور نفتي او ساختماني مواد دي.

نوموړي وویل، په دغو موادو کې ۱۲ زره ټنه غنم، ۲۹ زره ټنه اوړه او ۲۴۸ ټنه غوړي دي چې د حیرتان-مزار شریف، اقینې او تورغنډۍ له لارې انتقال شوي دي.

همدارنګه دغه محمولو کې ۲۷ زره ټنه تېل، ۹ زره ټنه مایع ګاز، ۴ زره ټنه نور مواد شامل دي.

د ټرانسپورت وزارت ډاډ ورکوي چې د خوراکي موادو رالېږد په عادي ډول روان دی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0zb58rhbggp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته