دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 207081
امریکا د "افغان ځواکونو له بودیجې" څخه یو میلیارد ډالر کموي
ځینې امریکایي چارواکې وايي چې امریکا به د افغان ځواکونو له ټاکل شوې بودیجې څخه یو میلیارد ډالر کم کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د مارچ په ۲۳ نېټه اعلان وکړ چې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرايي‌ رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي اختلافاتو له کبله به له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته کموي.
هغه وویل که دا‌ اختلافات همداسې روان وو، بل کال ته به یو میلیارد نور هم کم کړي، خو ښاغلي پمپیو ونه ویل چې دا مرستې به له کومې برخې کموي.
د رویټرز خبري آژانس د یکشنبې په ورځ اپریل پنځمه (وري۱۷) د دریو امریکايي سناتورانو له مرستیالانو او چارواکو له خولې لیکلي دي چې دا مرستې به افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونو ته د ځانګړې شوې بودیجې او پېسو څخه کمیږي.
د موضوع حساسیت ته په کتو په راپور کې د سناتورانو د مرستیالانو او چارواکو نومونه نه دي اخیستل شوي.
د یو سناتور مرستیال ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته ویلي دي چې دا یو میلیارد ډالر به د هغه ۴.۲ میلیارد ډالرو څخه کمیږي چې هرکال د افغان پوځ او پولیسو د معاش، خوراک، تیل، تجهیز او زیربناو لپاره ورکول کیږي.
د یو بل سناتور مرستیال ویلي ‌دي: "د امنیتي ځواکونو د بودیجې څخه د پېسو کمول د امریکا د ملي ګټو خلاف نظر دی."
د کانګرس یوه تحقیقاتي راپور چې د مارچ په ۱۱ خپور شوی وايي‌ چې ګانګرس د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرستو لپاره ۸۶.۴ میلیارد ډالر تصویب کړي دي.
د امریکا یو بل پخواني پوځي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي دي: "دا یو میلیارد ډالر یوازې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مرسته کېدونکو پېسو څخه کم کېدای شي."
امریکا له افغانستان سره په نورو برخو کې دومره ډېرې مرستې نکوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزرات سږکال په افغانستان کې د اقتصادي برخې او نشه یي توکو سره د مبارزې لپاره ۵۳۲.۸ میلیون ډالرو مرسته غوښتې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه مخکنۍ ماموره لاورل میلر چې اوس د بحران په نړیوال ګروپ کې کار کوي وايي: "د یو میلیارد ډالرو مرستو د کمولو اغیز ښايي وروسته معلوم شي، خو له شک پرته چې دا کار به د افغان ځواکونو مورال او عملیاتونه اغیزمن کړي." میرمن میلر وویل چې په دې کار سره به طالبان هم "خوښ" وي او د سولې خبرې به وکړي.
رویټرز وايي د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وايي چې د ټرمپ اداره لا هم په دې اړه فکر کوي چې دا مرستې له کومې برخې کمې کړي.
هغه وايي په دفاع وزارت کې د افغان ځواکونو سره د مرستو د کمولو په اړه "لویه اندېښنه" موجوده ده او "موږ نغواړو چې دا کار وکړو، "خو دا یوازینۍ برخه ده چې امریکا په کې فشار راوړلی شي، دا "خوږه ګوته ده".
دغه چارواکي دا خبره هم کړې ده چې له پمپیو سره هم خبرې روانې دي چې په دې اړه د مرستو د کمولو خبره بېرته واخلي.
ښاغلی پمپیو شاوخوا دوې اونۍ مخکې کابل ته ولاړ، هلته یې له ولسمشر غني او پخواني اجرايي رئیس سره ولیدل. له دغه سفر وروسته یې اعلان وکړ چې دواړو مشرانو ورته وویل چې کوم سیاسي جوړجاړي ته سره ونه ورسېدل او د همدغو سیاسي اختلافاتو له کبله امریکا له افغان حکومت سره به یو میلیارد ډالر مرستې کمې کړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۲۰۱۹ د سپتمبر په ټاکنو کې ولسمشر غني ګټونکی اعلان کړ خو عبدالله عبدالله دا پایلې ونه ومنلې او موازي حکومت یې اعلان کړ.
امریکا د فبرورۍ په ۲۹په قطر کې له طالبانو سره تړون وکړ، د تړون له مخې د امریکا ۵۰۰۰ بندیان به د افغان حکومت له بند څخه خوشې کیږي او بیا به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي چې په دغه هېواد کې دایمي سولې ته لار پرانیستل شي. امریکايي چارواکي وايي که دا هر څه د پلان سره سم پر مخ ولاړ شي، دوی به افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.
https://avapress.com/vdcdj50xfyt0zz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته