کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مایار: د روباټ جوړونکو نجونو د مصنوعي تنفس دستګاوې طبي نه دي

طلوع نیوز , 18 حمل 1399 ساعت 16:37

هرات ولایت کې روباټ جوړونکې نجونې هڅه کوي، څو د کوویډ ۱۹ ناروغانو لپاره ونټلاټور (مصنوعي تنفس د تولید دستګاه) جوړه کړي.


خو د عامې ورغتیا وزارت وايي چې دغه دستګاوې طبي نه دي او د روباټ جوړونکو نجونو ډله له طبي علم سره بلدتیا نه لري.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار وايي چې دغه دستګاه طبي نه ده او له طبي پوهې سره د روباټ جوړونکو نجونو د نه بلدتیا له امله، دا دستګاوې هېڅ ډول کارونه نه لري.

ښاغلی مایار په دې اړه وايي:«د دوی هېڅ یوه بایومیډیکل انجینیرینک نه دي لوستي او د هغوی تر څار لاندې هم نه دي جوړ شوي. علماً زه د یوه ډاکټر په توګه نه شم منلی چې زما یو ناروغ دې د دا ډول یو ماشین لاندې وي.» 

په داسې حال کې چې هېواد کې د کووېډ۱۹ ناروغانو لپاره د یادو دستګاوو کمښت شته، د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې اوس مهال هرات کې شپږ ډلې کار کوي، څو ونتلاتورونه جوړ کړي.

د افغانستان روباټ جوړونکې ډلې غړې، سمیه فاروقي وايي:«دا کار مو ځکه وکړ چې دا ژر جوړې شي او ترې ګټه پورته شي، موږ له ډاکټرانو سره مشوره وکړه، د دوی خبره دا وه چې باید دا له یوه ماشین سره کار وکړي.»

د یادې ډلې بله غړې، فلورانس پویا زیاتوي:«دا ماشین ۲۴ ساعتونو کې پرته له ځنډه کار وکړي او که برېښنا هم نه وي، نو لس ساعته برېښنا ذخیره کوي.»

سیمه ییز چارواکي وايي چې هرات کې جوړېدونکې دستګاوې به ډېر ژر په روغتونو کې وکارول شي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا رییس، عبدالحکیم تمنا په دې اړه څرګندوي:«دغې پېښې ته د ښې هیلې په سترګو ګورو. که چېرې چټک جوړ شي زموږ د ناروغانو د وضعیت ښه والي لپاره به ډېر ښه وي او دا هم چې په راتلوونکې د دغو دستګاوو د وارداتو له اړتیا خلاصوي.» 

د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې تر اوسه د تنفسي دستګاو د جوړولو په موخه د کاري ډلو لخوا شپږ نښې روغتیايي مسوولینو سره شریکې شوې دي او د دوی له هوکړې سره به یې د جوړولو چارې پیل شي.

د هرات د حوزوي روغتونونو د ځانګړو مراقبتونو د څانګې مسوول خامد رحیم وايي:«دغه دستګاوې دې معاینه شي او کله یې چې د روغتیا نړیوال سازمان تاییدي ترلاسه کړه، کېدای شي چې ناروغاتو ته استفاده شي.»

هرات کې شپږو ډلو د مصنوعي تنفس د تولید دستګاوو نمونې له سیمه ییزو او د عامې روغتیا له چارواکو سره شریکې کړې دي چې د هغوی له هوکړې وروسته دوی د دغو دستګاوو د جوړولو کار پيل کړي.

هرات کې پر کووېډ نولس ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر له زیاتوالي سره د ونټلاټور یا د مصنوعي تنفس د تولید دستګاوو کموالی یوه جدي ننګونه بلل کېږي. په هرات کې د دغو دستګاوو شمېر ډېر کم دی. خو اړتیا زښته زیاته.
 


د مطلب کود: 207092

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207092/مایار-د-روباټ-جوړونکو-نجونو-مصنوعي-تنفس-دستګاوې-طبي-نه-دي

آوا
  https://www.avapress.com