کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بېک: د ۱۵طالب قومندانانو د ازادولو په تړاو غوښتنه د منلو نه ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 حمل 1399 ساعت 18:09

له طالبانو سره د مرکچي پلاوي غړی عبدالمتین بېک د طالبانو هغه غوښتنه چې ګواکې ۱۵ لوړپوړي طالب قومندانان دې ازاد کړل شي د منلو وړ نه ګڼي.



ښاغلی بېګ وايي چې د طالبانو د پنځلسو لوړپوړو قومندانانو ازادول چې په سترو ترهګریزو بریدونو کې یې لاس لری، د هېواد د ولایتونو د پرځېدو او د تاوتریخوالي د دوام لامل به شي.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس او د مرکچي پلاوي غړی متین بېګ په دې اړه وویل:«موږ چمتو یوو چې په لومړي پړاو کې ۴۰۰ تنه ازاد کړو، دا طالب دی چې نه غواړي، وايي چې هغه پنځلس تنه ازاد کړئ، د هغو پنځلس تنو لاس عملاً د ملت په وینو سور دی.»
بلخوا تر هغې وروسته کله چې طالبانو په یوې اعلامیه کې د امریکا او دې ډلې تر منځ د سولې د هوکړه لیک په پلي کولو کې د امریکا او افغان حکومت د بې پروايۍ خبره کړې وه؛ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لېګېټ په دې هکله وایي:«په افغانستان کې امریکایي ځواکونو له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک پوځي مقررات ساتلي دي او ساتي یې؛ له دې پرته بله هره ادعا بې بنسټه ده.
په افغانستان کې امریکایي ځواکونو په څرګنده ویلي دي چې له دغه هوکړه لیک سره سم، که پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو چې زموږ همکاران دي برید وشي؛ له هغوی به دفاع وکړو.» 
د طالبانو پخوانی قوماندان سید اکبر آغا په دې اړه وویل:«امریکایان د خپلو تعهداتو د اجرا کولو په باب باندې، په خپل مسوولیت کې پاتې راغلي دي، چې یوه خبره یې د بندیانو هغه ده.»
بل خوا طالبانو  په یوې اعلامیه کې امریکا او افغان حکومت له طالبانو سره د امریکا د لاسلیک کړي هوکړه لیک په نقص کولو تورنوي او وایي چې کابل او واشنګټن د دغه هوکړه لیک په پلي کولو کې بې پروا دي.
 
د ولسي جرګې غړی خالد اسد په دې اړه څرګندوي:«که څه هم په هوکړه لیک کې په کتبي توګه څه نه وو ذکر شوي، خو ویل شوي وو چې تاوتریخوالی کم کړي.»
په دې لړ کې د عبدالله عبدالله یو ویاند ارګ د بندیانو د خوشي کولو په بهیر کې پر امتیاز اخیستنې تورنوي.
د عبدالله عبدالله یو ویاند فریدون خوځون وايي:«هغوی له دغې بهیره د امتیاز اخیستنې پرته بل څه باندې فکر نه کوي. چې دا د بهیر او د هېواد په خیر نه دی.»
سره له دې چې د طالبانو درې استازي له څو ورځو راهیسې کابل ته راغلي دي چې د بندیانو د خوشي کېدو پر څرنګوالي بحث وکړي.
 خو د ملي شورا ځينې غړي او پخواني پوځیان وایي چې که دې بهیر ته ډېر پام ونه شي ښایي د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک او دغه راز د حکومت اوطالبانو تر منځ د سولې بهیر بې پایلې پاتې شي.
 


د مطلب کود: 207098

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207098/بېک-د-۱۵طالب-قومندانانو-ازادولو-په-تړاو-غوښتنه-منلو-نه-ده

آوا
  https://www.avapress.com