دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 207131
افغانستان کې د کرونا ویروس چټکتیا په زیاتیدو ده
په افغانستان کې د کرونا ویروس خپریدول په وروستیو څو ورځو کې زیات ګړندی شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت نن سه شنبې په هیواد کې د ۵۶ تازه پيښو د ثبتیدو خبر ورکړی دی.
دا شمیر په ۲۴ ساعتونو کې تر ټولو زیاتې پيښې دي چې ثبت شوي دي.
عامې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې په هرات کې ۲۷ مثبتې پيښې، په کابل ۱۲ پيښې، په بلخ کې ۵ پيښې او په ننګرهار کې ۲ پيښې ثبت شوي دي.
په دې سره د کرونا ویروس د ناروغانو شمیر ۴۲۳ تنو ته ورسید.
دا په داسې حال کې دي چې کابل او هرات ولایتونه له څو اونیو راهیسې قرنطین شوي او د خلکو پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه ۱۸ تنه د کرونا له ناروغۍ روغ وتلي او ۱۱ تنه نور ترې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پرون په کابل کې لومړنی افغان روغتیاپال پر دغې ناروغۍ تر ککړ کیدو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtae8vuqeyvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته