کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تورخم د زرګونو کسانو بې معاینې را اوښتل

19 حمل 1399 ساعت 11:22

ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي، پاکستان کې ایسارو افغانانو د تورخم دروازې د خلاصېدو په دویمه ورځ په دغه دروازه بیروبار جوړ کړی او په زرګونو کسان بې معاینې او د ویزې د خروجي او دخولي له لګولو پرته را اوښتي دي.
د کورونا وېروس د نه خپرېدو لپاره ځايي چارواکو د تورخم سره دې را اوښتونکو ته پنډغالی جوړ کړی و.



د دوشنبې په ورځ د دې دروازې پرانیستل کېدو سره را اوښتونکي کسان معاینه کېدل او بیا ځانګړي پنډغالي ته وړل کېدل.
خو د سې شنبې په ورځ د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي  وویل، د تورخم پورې غاړه چې پرون زرګونه کسان ټول شوي وو، نن یې په دروازه بیروبار جوړ کړی او را اوښتي دي.
نوموړی وایي، پکار و د پخواني پلان له مخې دا کسان معاینه شوي و، خو پورې غاړه دې کسانو ته اجازه ور کړل شوې او ټول له معاینې پرته تېر شوي دي:
" متاسفانه له هغه خوا سم مدیريت او ژمنې عمل نه دی شوی. مونږ د سکرينيګ چمتوالی درلود، خو نږدې اتو تر لس زرو خلک په يو دم په تورخم دروازه راپرېښودل شوي، هجوم يې راوړی دی او بغير له دې چې معاينه او نورې چارې وشي، دوی راتېر شوي دي.
له دې مخکې پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل ویلي و، د سې شنبې په ورځ  به د تورخم او سپین بولدک له لارې له پاکستان د افغانانو ستنېدل محدود نه وي.
"د پاکستان حکومت سره دې پایلې ته ورسېدو ترڅو سر له سبا د سپين بولدک او تورخم له لارو، پرته د زر تنو د تېرېدو د محدودیت په نظر کې نیولو سره، ټولو مسافرو ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته داخل شي".
د نوموړي په خبره، له اړوند افغان چارواکو سره یې هم د بشپړ چمتووالي او اسانتیاوو خبره کړې ده.
افغان او پاکستاني چارواکي د تورخم او سپین بولدک دروازو پرانیستل په پاکستان د ايسارو افغانانو را تېريدل بولي.
دا لارې د مارچ په ۱۶مه د پاکستان حکومت د کورونا رنځ د خپرېدو د مخنيوي په پار وتړلې، خو هلته زرګونه ايسار افغانان چې د ناروغۍ، خپلوۍ او کاروبار لپاره تللي و ايسار پاتي دي.
ننګرهار کې چارواکو پرون ویل، له تورخم دروازې راتېرېددونکي به په تورخم ښارګوټي تر ۲۱ ورځو کرنتين وي، خو ايسارو خلکو د ټولو کرنتین کېدل يو بل سرخوږی ګڼي.
خو تېر ماښام چارواکو بیا وویل، په تورخم راوښتونکي چې د کورونا نښې ونه لري، کورونو ته لېږل کېږي او تورخم کې يې نه کرنتینوي.
د ننګرهار ولايتي ادارې پرون دا هم وویل، چې له تورخم دروازې د دوشنبې په ورځ راوښتي نژدې زر واړو د کورونا نښې نه درلودې او سې شنبه کورونو ته پرېښودل کېږي.دوی دا هم ویل چې د سې شنبې او چارشنبې ورځې له راتلونکو سره به هم همداسې کوي.
پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل ویلي، پرون له تورخم تر زرو او له سپین بولدک تر نهه زرو افغانان له پاکستان ستانه شوي دي.
له پاکستان سره د افغانستان سپین بولدک او تورخم دروازې د دوشنبې په ورځ سهار اته بجې په پاکستان کې ايسارو افغانانو ته د درې ورځو لپاره پرانيستل شوې.
 


د مطلب کود: 207137

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207137/په-تورخم-د-زرګونو-کسانو-بې-معاینې-اوښتل

آوا
  https://www.avapress.com