کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان: د بندیانو د خوشي کولو په هکله له حکومت سره نورې خبرې نه کوو

19 حمل 1399 ساعت 11:23

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، کابل ته د بندیانو د خلاصون لپاره استول شوی پلاوی به په دې تړاو له حکومت سره نورې خبرې ونه کړي.
د ښاغلي شاهین دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې حکومت وویل، لویو بریدونو کې ښکېل ۱۵ طالب بندیان نه خوشي کوي.




خو ښاغلي شاهین خپل ټوېټر کې د حکومت دا دریځ د بندیانو د خوشي کولو بهیر د ځنډولو پلمه بللې ده او لیکلي یې دي:
"موږ کابل ته د بندیانو د کمیسیون تخنیکي ټیم زموږ د بندیانو د تصدیق او تثبیت لپاره لیږلی و ځکه د لاسلیک شوې توافقنامې او شوې وعدې مطابق د بندیانو خلاصون پیلیدونکی و خو متاسفانه د بندیانو خلاصون تراوسه پورې په یوه او بله پلمه ځنډول شوی دی".
 


د مطلب کود: 207138

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207138/طالبان-د-بندیانو-خوشي-کولو-په-هکله-له-حکومت-سره-نورې-خبرې-نه-کوو

آوا
  https://www.avapress.com