کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورونا وېروس: اروپا کې د مثبتو پېښو او مړینو کچه نوره هم ټیټه شوې

19 حمل 1399 ساعت 11:23



په اروپا کې د دوشنبې تر مازدیګره ترلاسه شوي‌ رپوټونه ښیي چې ځینو هېوادونو کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې او همدا راز د مړو شمېر نور هم په کمېدو دی.
دوشنبه پرله پسې څوومه ورځ ده چې په اسپانیا او ایټالیا کې وضعیت په ښه کېدو ښکاري، او اوس د لومړي ځل لپاره په بریتانیا کې هم د مړو شمېر کم شوی دی.
په اسپانیا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۳۷ کسان وژل شوي‌ دي، خو دا پرله پسې څلورمه ورځ ده چې د مړینو شمېر کمېږي.‌
په دې هېواد کې د مړو شمېر له ۱۳ زرو اوښتی او ۱ لک او ۳۵ زره کسان په کورونا وېروس اخته دي.
د اسپانیا چارواکو همدا راز اعلان کړی چې لګېدلي محدودیتونه به د اپرېل میاشتې تر پایه پر ځای وي،‌ او هغه کسان به هم اوس معاینه کېږي چې د کوورنا وېروس علایم نه لري.
له ایټالیا نه ترلاسه شوي رپوتونه وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دې هېواد کې ۶۳۶ کسان له کورونا وېروسه مړه شوي‌ دي.‌
که څه هم دا شمېر د یکشنبې ورځ پرتله ډېر دی، خو څارونکي وایي، په ټوله کې وضعیت په ښه کېدو ښکاري او د مثبتو پېښو شمېر هم له څو ورځو راهیسې کمېږي.
 


د مطلب کود: 207139

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207139/کورونا-وېروس-اروپا-کې-د-مثبتو-پېښو-او-مړینو-کچه-نوره-هم-ټیټه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com