کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امريکائي ځواکونه د عراق ابوغُرېب اډه هم خالي کوي

19 حمل 1399 ساعت 13:41

رسانه اي سرچينو د عراق د بغداد په شمال کښې له ابوغُرېب اډې څخه د امريکې په مشرۍ د داعش تش په نامه مخالف نړيوال ائتلاف د فوځيانو د وتلو خبر ورکړ.



د روسيااليوم خبري چېنل سائيټ نن په يو رپوټ کښې وويل: له ابوغرېب فوځي اډې څخه د امريکې په مشرۍ د نړيوال ائتلاف د فوځيانو په کامله توګه له وتلو وروسته به دغه اډه عراقي ځواکونو ته وسپاري.
د تېر خالي په ورځ هم د عراق د الانبار صوبې له الحبانيه اډې څخه هم امريکائي ځواکونه ووتل او هغه يې عراقي ځواکونو ته وسپارله.
امريکې په دې وروستيو ورځو کښې خپلې څو اډې او مرکزونه پرېښودي او هغه يې عراقي ځواکونو ته سپارلي دي.
ځينو سرچينو د امريکې په شاتګ په عراق کښې په خپلو اډو له پرله پسې حملو څخه د امريکائي فوځيانو د ويلې په وجه بللے دے.
 


د مطلب کود: 207158

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207158/امريکائي-ځواکونه-د-عراق-ابوغ-رېب-اډه-هم-خالي-کوي

آوا
  https://www.avapress.com