د روسيااليوم خبري چېنل سائيټ نن په يو رپوټ کښې وويل: له ابوغرېب فوځي اډې څخه د امريکې په مشرۍ د نړيوال ائتلاف د فوځيانو په کامله توګه له وتلو وروسته به دغه اډه عراقي ځواکونو ته وسپاري.
د تېر خالي په ورځ هم د عراق د الانبار صوبې له الحبانيه اډې څخه هم امريکائي ځواکونه ووتل او هغه يې عراقي ځواکونو ته وسپارله.
امريکې په دې وروستيو ورځو کښې خپلې څو اډې او مرکزونه پرېښودي او هغه يې عراقي ځواکونو ته سپارلي دي.
ځينو سرچينو د امريکې په شاتګ په عراق کښې په خپلو اډو له پرله پسې حملو څخه د امريکائي فوځيانو د ويلې په وجه بللے دے.