کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورونا بحران ثابته کړه چې د امريکې سلطه ګري د خپلو چارو چلولو توان هم نه لري

19 حمل 1399 ساعت 13:42



حسين امير عبداللهيان په خپل يو ټوئيټ کښې د دغې خبرې په کولو سره وليکل، دغه بحران د بشر د ادعائي يو قطبي نظام او د نړيوال نظم نفي وکړه. له کورونا وروسته نړۍ به يو بل شکل پېدا کړي چې پکښې به د خداے پاک په قدرت عقيده زياته په نظر راځي.
د امريکې حکومت چې له نورو هېوادونو ډېر وروسته يې د کورونا وائرسو د تشخيص ټېسټونو ترسره کولو ته مخه کړه هم دا اوس د بيمارانو د شمېر د زياتېدو په وجه د تشخيصي کېټونو او طبي سامانونو له کمښت سره مخامخ شوے دے.
د وروستيو شمېرنو له مخې تر اوسه له درې لکه شپږ پنځوس زرو زيات کسان په امريکه په کورونا وائرسو اخته شوي دي چې له دغو څخه لس زره څلور سوه اوه شپېتۀ تر اوسه مړۀ شوي دي.
د روغتيا نړيوالې ادارې د مارچ په څلوريشتمه اعلان کړې ؤ چې امريکه به په نزدې راتلونکو وختونو کښې کېدې شي د کورونا وائرسو د سرايت په مرکز بدله شي
همدا اوس د دغه هېواد پنځوس ايالتونه په کورنا وائرسو اخته دي.
د امريکې د روغتونونو انجمن تېره مياشت په يو رپوټ کښې ويلي وو چې کېدې شي د شپږ نوي امريکنيا په دغو وائرسو اخته شي چې له دغو څخه څلور لکه اتيا زره تنه به مړۀ شي.
ټروت آؤټ امريکائي سائيټ هم په دې وروستيو کښې دې ته په اشارې سره چې په امريکه کښې اتويشت ميلين خلق د بيمې خدمات نه لري په دغه هېواد کښې د کورونا وائرسو خپرېدل يوه غميزناکه چاره وبلله.
 


د مطلب کود: 207159

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207159/د-کورونا-بحران-ثابته-کړه-چې-امريکې-سلطه-ګري-خپلو-چارو-چلولو-توان-هم-نه-لري

آوا
  https://www.avapress.com