دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۲۰:۳۷
د مطلب کود : 207183
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل، تېرو ۲۴ ګړیو کې یې په دغه هېواد کې یې د کورونا وېروس تر ټولو لوړ شمېر یانې ۵۶ نوې مثبتې پېښې یې ثبت کړې دي. په دې سره په افغانستان کې د کووید-۱۹ وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۲۳ ته ورسید. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې مثبتو پېښو له ډلې ۲۷ په هرات، ۱۲ په کابل، ۱۰ په کندهار، پنځه په بلخ او دوه په ننګرهار ولایت کې کې دي.

د عامې روغتیا مرستیال وزیر فدا محمد پیکان خبریالانو ته وویل، د ټولو ناروغانو له ډلې ۳۸۵ یې په ښه روغتیايي وضعیت کې دي.
ښاغلي پیکان وویل د ناروغانو له ډلې ۹۰ تنه په تېر کې نورو هېوادونه تللي دي او پاتې نور هیڅ کوم هېواد ته نه دي تللي او په افغانستان کې د دې وېروس د لېږد له امله پرې اخته شوي دي.
د نوموړي په وینا د کووید-۱۹ وېروس له امله تر اوسه ۱۴ تنه مړه شوي دي او شل تنه نور رغېدلي دي.
د عامې روغتیا مرستیال د کابل په اړه اندېښنه وښوده ،
ده وویل په کابل کې د اخته کسانو په ډله کې چې شمېر یې ۷۳ تنو ته رسېیږي، یوازې یو تن بهر تللی او پاتې نور کسان دننه په هېواد کې وو خو پر دې ویروس اخته شوي دي.

درې کسان له کورونا مړه کېدل

افغانستان کې د کورونا وېروس له امله د سې شنبې په ورځ دوه کسان ننګرهار او یو تخار کې مړ شوی دی.
د تخار ولایت مړ شوی کس د ۶۰ کلونو په عمر ښودل شوی چې د زړه ناروغي یې هم لرله.
ننګرهار کې مړه شویو کسانو عمر ۵۸ او ۵۶ کلونه ښودل شوی دی.
د دې دریو مړیو سره افغانستان کې له کورونا د مړه شویو کسانو شمېر ۱۴ ته ورسېد.
 
https://avapress.com/vdcg7u9xwak9zq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته