کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اېن بي سي:

ټرمپ له افغان تړون سره د سولې نوبل جایزې په لټه کې و

20 حمل 1399 ساعت 18:20



د امریکا اېن بي سي تلوېزون وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپلو ملګرو "ځانګړ فشار اچولی" چې د افغان جګړې د پای ته رسولو داسي نمایش جوړ کړي، چې ور سره دی د ټاکنیزې ژمنې پوره کول وښيي او د سولې نوبل جایزه ور کړل شي.
وروستیو ورځو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرایه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د ستونزو نه اورېدو او له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون له ځنډېدو د واشنګټن د پردې تر شا د پټې نارضایتۍ نوي اړخونه ښکاره کېږي.
د امریکا اېن بي سي چینل د اپرېل په اومه وویل، ولسمشر ټرمپ د سولې نوبل جایزې د ګټلو په تمه دوه اونۍ وړاندې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته ولېږه.
 


د مطلب کود: 207237

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207237/ټرمپ-له-افغان-تړون-سره-د-سولې-نوبل-جایزې-په-لټه-کې

آوا
  https://www.avapress.com