دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۲۰
د مطلب کود : 207237

د امریکا اېن بي سي تلوېزون وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپلو ملګرو "ځانګړ فشار اچولی" چې د افغان جګړې د پای ته رسولو داسي نمایش جوړ کړي، چې ور سره دی د ټاکنیزې ژمنې پوره کول وښيي او د سولې نوبل جایزه ور کړل شي.
وروستیو ورځو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرایه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د ستونزو نه اورېدو او له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون له ځنډېدو د واشنګټن د پردې تر شا د پټې نارضایتۍ نوي اړخونه ښکاره کېږي.
د امریکا اېن بي سي چینل د اپرېل په اومه وویل، ولسمشر ټرمپ د سولې نوبل جایزې د ګټلو په تمه دوه اونۍ وړاندې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته ولېږه.
 
https://avapress.com/vdcgwu9xuak9zx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته