دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 207240
افغان طالبانو اعلان کړی چې د بندیانو د خلاصون پر موضوع له افغان حکومت سره روانې خبرې ختموي او له کابله خپل تخنیکي ټیم بېرته ورغواړي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، له امریکا سره د شوې هوکړې له مخې باید د دوی بندیان پخوا خوشي شوي وای او بین الافغاني خبرو ته باید لار هواره شوې وای.

خو نوموړی تور لګوي چې اړوند لوري په لوی لاس د بندیانو خلاصون ځنډوي، او له همدې کبله دوی په سملاسي توګه خپل تخنیکي ټیم له کابله بېرته ورغواړي.
د طالبانو له دې اعلانه یوازې څو ساعته مخکې افغان حکومت ویلي وو چې لا هم د بندیانو د خلاصون پر موضوع طالبانو سره خبرو ته جمتو دی.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر نن سې شنبه کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، پر دې موضوع خبرې کول وخت غواړي او بیړه نه ده پکار.
ښاغلي عمر وویل، د بندیانو د خلاصون پر موضوع د افغان حکومت دریځ روښانه دی او هېڅ کوم بدلون پکې نه دی راغلی.
نوموړي ټینګار وکړ چې افغان حکومت د بندیانو موضوع د سولې د بهیر یوه برخه بولي او فکر کوي چې دا چاره د سولې په راوستلو کې مرسته کولی شي.
 
https://avapress.com/vdcay0nuw49nwu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته