دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 207241
په فرانسه کې د کورونا وېروس له امله د مړو شمېر له لس زرو ډېر شو. وروستۍ شمېرې ښيي چې دغه هېواد کې د مارچ له اولې تر اوسه لس زره ۲۳۸ کسان د کورونا له امله مړه شوي دي.

تېرو ۲۴ ګړیو کې هم په روغتونونو کې د ۶۰۷ کسانو مړینه ثبت شوې ده.
۸۲۰ کسان هم د زړو خوندیتوب مرکز کې مړه شوي دي، خو ممکن دا د څو ورځو مړي وي، مګر نوم یې له تازه قربانیانو سره یو ځای شوی دی.
فرانسه کې د مارچ له ۱۵ ګرځبندیز ولګېد او سرغړوونکي یې جرمانه کېږي.
 
https://avapress.com/vdcbazb58rhbg5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته