دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 207249
چارواکي: طالبانو د بلخ شولګره کې ۸ ملکیان وژلي دي
د بلخ ولایت امنیتي چارواکي شولګرې ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د اتو ملکي کسانو له وژلو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل وايي چې طالبانو تېره ورځ(سې‎شنبې د وري په ۱۹مه نېټه) دا ملکیان د شولګرې ولسوالۍ له نهرسرخ کلي، بېولي وو چې څو ساته وروسته یې وژلي دي.
د بلخ ولایت د ملي امنیت د رسنیو دفتر هم خبرپاڼه کې ویلي چې په وژل شویو کسانو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcjxae8huqey8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته