کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ورغتیا وزارت: د کابل هېڅ سیمه له کرونا ویروسه خوندي نه ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حمل 1399 ساعت 13:14

د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په تړاو ناسته کې وايي چې اوس مهال د کابل هېڅ سیمه د کرونا ویروس له کبله خوندي نه ده او خلک باید په هر ځای کې احتیاط وکړي.


د یاد وزارت ویاند، وحید مایار نن(چهارشنبې د وري په ۲۰مه نېټه) کابل کې د خبري ناستې پرمهال همداراز زیاته کړې، چې اوس په هېواد کې د کرونا ویروس خپور شوی دی، کېدی شي هغه کسان چې لند وخت کې یې بهرنی سفر هم نه دی کړی، پر  دغه ناروغ اخته شي.
په همدې حال کې دعامې روغتیا وزارت کابل کې د امیري روغتون فعالیتونو د درولو خبر ههم ورکړ.
د یاد وزارت ویاند، وویل تر هغې چې د امیري روغتون د ټولو کارکوونکو د کووید ۱۹ ناروغۍ ازموینې مالومیږي، دغه روغتون به خپل فعالیتونه دروي.
تر اوسه پورې د یاد روغتون یوه ډاکټر د کرونا ویروس له کبله مړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د عامې روغتیا وزارت په ۲۴ ساعتونو کې د کووید ۱۹ د ۵۶ تازه پېښو له ثبته خبر ورکړ.
د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې د کووید ۱۹ ناروغانو د تازه شمېرو ثبت سره هېواد کې په یادې ناروغۍ ثبت شوی شمېر ۴۲۳ ته رسېدلی دی.


د مطلب کود: 207254

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207254/ورغتیا-وزارت-د-کابل-هېڅ-سیمه-له-کرونا-ویروسه-خوندي-نه-ده

آوا
  https://www.avapress.com