دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۳
د مطلب کود : 207305

د نورې نړۍ په څېر په پاکستان کې هم د کوويډ ۱۹ ساري ناروغۍ له امله پر ګرځېدو د محدودیتونو له امله ګڼو پوهنتونو او ښوونځیو د انټرنیټ له لارې سبکونه پېل کړي، خو د پښتونخوا نوې ولسوالۍ یا پخوانۍ‍ قبایلي سیمې چې انټرنیټ نه لري، پېغلې او ځوانان يې له نورو ستونزو سره سره له زدکړو هم بې برخې کړي دي.‌
د کورمې اوسېدونکې نایله الطاف چې د پېښور پوهنتون زدکوونکې ده،‌ وايي‌ په سیمه کې يې موبایل ټيليفون لا کار نه کوي،‌ انټرنیټ خو لرې خبره ده‌.
"که زه د کورمې خبره وکړم نو هلته خو په اکثره سیمو کې د موبایل شبکې لا کار نه کوي، انټرنیټ خو پرېږده".‌
 
https://avapress.com/vdccxmqip2bqx18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته