کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان: بندیان له پروسې سره سم نه دي خوشي شوي؛ زموږ پلاوی بېرته ستون شوی

21 حمل 1399 ساعت 9:16

وسله والو طالبانو ویلي، دوی د هغو بندیانو خلاصون نه تائیدوي چې له امریکا سره د دوی خپلمنځي هوکړې له شرایطو سره برابر نه وي. یاده ډله وایي چې د افغان حکومت له بنده ازاد شوي سل تنه بندیان له ټاکل شوې پروسې سره سم نه دي خوشي شوي.



د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد  همدا راز وویل چې کابل ته تللی پلاوی یې بېرته ستون شوی دی. دې پلاوي له تېرو څو ورځو راهیسې له افغان چارواکو سره د بندیانو پر موضوع خبرې کولې.
له دې وړاندې افغان حکومت چارشنبه اعلان وکړ چې سل تنه طالب بندیان یې خوشي کړي دي. دا بندیان د هغه فرمان له مخې خوشي شوي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ پر ۱۱مه نېټه صادر کړی و.
یاد بندیان د دوی عمر، روغتیایي وضعیت، د بند پاتې شوې موده او د کورونا وېروس ګواښ ته په کتو خوشي شوي دي.
 


د مطلب کود: 207307

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207307/طالبان-بندیان-له-پروسې-سره-سم-نه-دي-خوشي-شوي-زموږ-پلاوی-بېرته-ستون-شوی

آوا
  https://www.avapress.com