دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 207307
وسله والو طالبانو ویلي، دوی د هغو بندیانو خلاصون نه تائیدوي چې له امریکا سره د دوی خپلمنځي هوکړې له شرایطو سره برابر نه وي. یاده ډله وایي چې د افغان حکومت له بنده ازاد شوي سل تنه بندیان له ټاکل شوې پروسې سره سم نه دي خوشي شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد  همدا راز وویل چې کابل ته تللی پلاوی یې بېرته ستون شوی دی. دې پلاوي له تېرو څو ورځو راهیسې له افغان چارواکو سره د بندیانو پر موضوع خبرې کولې.
له دې وړاندې افغان حکومت چارشنبه اعلان وکړ چې سل تنه طالب بندیان یې خوشي کړي دي. دا بندیان د هغه فرمان له مخې خوشي شوي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ پر ۱۱مه نېټه صادر کړی و.
یاد بندیان د دوی عمر، روغتیایي وضعیت، د بند پاتې شوې موده او د کورونا وېروس ګواښ ته په کتو خوشي شوي دي.
 
https://avapress.com/vdce7f8wfjh87xi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته