دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 207323
د افغانستان حکومت د طالبانو سل بندیان خوشې کړل
د افغانستان حکومت د طالبانو ۱۰۰ تنه بندیان ددې سوګند نه وروسته چې هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي، خوشې کرل.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې دغه طالب زندانیان د هغوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅې د برخې په توګه خوشې شوي دي.
افغان حکومت همداشان ویلي چې دغه بندیان د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د کب د ۲۰مې نېټې د فرمان له مخې خوشې شوي دي.
دا ۱۰۰ زندانيان په هغه اوږد لیست کې دي چې د طالبانو فني ټیم د افغانستان اسلامي جمهوریت له فني ټیم سره، کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و او بحثونه یې پرې کړې وو.
افغان حکومت ویلي دا زندانیان د ملي امنیت عمومي ریاست او لویې څارنوالۍ له لورې بایومتریک شوي او سوګند یې کړی چې هېڅکله به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي. افغان حکومت دغه ډول ډاډ د طالبانو ډلي له رهبرۍ څخه په دوحه کې هم ترلاسه کړی دی.
ځینو سرچینو دمخه د افغانستان ملي راډیو تلویزیون ته ویلي وو چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د بګرام نه د طالبانو د بندیانو خوشې کولو فرمان لاسلیک کړی چې د سولې د پروسې سره مرسته وشي.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل اې اف پي خبري اژانس ته ویلي وو چې د افغانستان حکومت د سولې پروسې د پرمختګ لپاره دا اقدام کوي.
د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د خوشې کولو پروسه د پنځلسو طالب قوماندانو د نه خوشې کولو له وجې ځنډلې ده. طالبان وایي دا قوماندان کولی شي د نورو خوشې شویو کسانو په پیژندګلوۍ کې مرسته وکړي خو حکومت وایي دغه قوماندان په ځینو غټو بریدونو کې لاس لري او اوس یې نه خوشې کوي.
د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل هم ویلي چې پدې سلو کسانو کې چې ټاکل شوې نن خوشې شي، دا پنځلس قوماندانان ندي شامل. طالبانو تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.
https://avapress.com/vdccimqi12bqx18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته