دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۸
د مطلب کود : 207328
الېس وېلز: افغانان دې د سیکانو د امنیت خوندي کولو ډاډ ورکړي
مرکزي او سویلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز ویلي، سیکان د افغان ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده او افغانان یې باید امنیت خوندي کولي په تړاو ډاډ ورکړي.
الیس ویلز په همدې تړاو پر خپله ټویټرپانه کې لیکلي، چې دوی په افغانستان کې د سیکانو د امنیت په اړه ژوره اندېښنه لري.
هغې لیکلي: "سیکان د افغان ټولنې یوه نه بېلېدونکې برخه ده، افغانان باید ټول سره یو ځای شي او ددې مذهبي لږکیو امنیت خوندی کړي."
الیس ویلز داسې مهال په افغانانو باندې د سیکانو د ساتلو غږ کوي، چې څه موده وړاندې په کابل کې پر درمسال برید ګڼ سیکان ووژل او زیات شمېر یې ټپیان کړل.
سیکانو باندې له برید وروسته هغوی د هند له حکومت وغوښتل، چې دوی هند ته انتقال کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchiqni623nvxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته