دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 207331
د تورخم او سپین بولدک دروازې د تجارتي لاریو پر مخ پرانیستل کېږي
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې افغانستان ته د تجارتي لاریو او کانټینرونو د لېږد لپاره به د تورخم او سپین بولدک دروازې پرانیزي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشه فاروقي تېر ماښام پر ټویټر لیکلي چې دغه لارۍ به د اپرېل له ۱۰مې او په اوونۍ کې درې ورځې (دوشنیه، چهارشنبه او جمعه) افغانستان ته ولاړې شي.
په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل پر خپل ټویټرپاڼه د دې پرېکړې هرکلی کړی او لیکلي‌یې دي دا ډول همکاري د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا ښه کولو لپاره له ګډو هڅو سره مرسته کوي.
په همدې حال کې د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي تېر ماښام ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "یوازې په چمن کې تر دوه زره پورې موټر ولاړ دي. دغه‌راز شاوخوا ۱۳۰۰۰ په کراچۍ کې ولاړ دي. تمه کېږي د سبا ورځې له پیل سره چې کومه هوکړه شوې د سوداګریزو موټرو پر مخ به دروازه پرانیستل شي، نو په لومړي سر کې هغه موټر چې په ډبلیو اف پي (د خوړو نړیوال سازمان) پورې مربوط دي، د افغانستان خاورې ته داخل شي."
پاکستان د تېرې مارچ میاشتې په نیمایي کې اعلان وکړ چې د کرونا وېروس په تړاو د اندېښنو له کبله به له افغانستان سره د تګ راتګ لارې د مسافرو او ټرانزیت پر مخ تړي.
د تېرې دوشنبې پر ورځ پاکستان د مسافرو لپاره د تورخم او سپین بولدک لارې پرانیستلې او په تېرو ۳ ورځو کې زرګونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfzb58rhbgfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته