کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان د سلو تنو بندیانو خلاصون نه تاییدوي

21 حمل 1399 ساعت 12:30

طالبان وايي دوی هغه خبرونه نشي تاییدولای چې په دې وروستیو کې د بندیانو د خلاصون په اړه خپاره شوي دي او ملي امنیت شورا ادعا کړې چې د طالبانو دلست سره سم یې بندیان خوشي کړي دي.
د طالبانو د بندیانو کمیسون وویل چې ددوی هیئت د کابل څخه خپلو سیمو ته انتقال شوی دی، دوی دغه هیئت ددې لپاره لیږلی وو تر څو د خوشي کېدونکو بندیانو تصدیق او تایید وکړي خو اوس چې په بګرام کې ددوی هیئت نشته، اشرف غني او اداره یې که د بندیانو سره هرڅه کوي، په مونږ پوري اړه نه لري.



د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، زمونږ د هیئت د را ګرځېدو وروسته که کابل اداره بندیان خوشي کړي وي، مونږ یې د هغې پروسې برخه نشو بللای چې د امریکا سره توافق باندي شوی.
د طالبانو د بندیانو کمیسون مشر حاجي ترابي په دې اړه وویل: عجبه خبره داده چي زمونږ د تائید او تصدیق هیئت یوه هفته په کابل کي انتظار وو او دکابل اداری دهیئت سره مسلسلي تخنیکي غونډی وکړی او یو بندي یی هم راخلاص نکړ، نن چي زموږ دتصدیق تخنیکي هیئت دکابل څخه ولاړۍ دکابل اداره وایی، موږ سل نفره بندیان ازاده وو، ایا د سلیم عقل خاوند به دا ومني.
حاجي ترابي زیاته کړه: موږ پوهیږو چي په بګرام کي په زرګونو غیر طالب جنایی بندیان وجود لري کیدلای سي چي دکرونا په سبب دي دوي جنایی بندیان ازاد کړي او نوم دي دطالبانو پر کښیږدي داسي کار پخوا هم دکابل اداری کړۍ وو نهه سوه بندیان یی دطالبانو په نامه ایله کړه خو په هغو کي صرف دوه سوه شپیته طالبان وه نور ټول جنایی بندیان وه.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین  وویل چې کله ددوی هیئت په کابل کې وو، د کابل ادارې د بندیانو خوشي کول په بهانو ځنډول، خو اوس چې هیئت کابل کې نشته او دوی بې له تصدیقه بندیان خوشي کوي، څرګندوي چې د کابل اداره په دغه برخه کې مخلصه نه ده، یوازي ملامتي له ځانه اړوي.
د نوموړي په وینا دا هم نه ده مالومه چې کوم کسان د کابل ادارې له لوري خوشي کیږي، طالبان دي او کنه.
بلخوا د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سل تنه زندانیان د هغوی روغتیایي وضعیت، عمر او د مجازاتو د پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅې د برخې په توګه له دې ژمنې سره یو ځای خوشي شوي، چې بیا به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.
 


د مطلب کود: 207335

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207335/طالبان-د-سلو-تنو-بندیانو-خلاصون-نه-تاییدوي

آوا
  https://www.avapress.com