دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۲
د مطلب کود : 207336
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په کندهار ولایت کې د کرونا وایرس د تشخیص یو مرکز چې په ټولو اړینو روغتیايي وسایلو سنبال دی، له پرانیستې وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د عامې روغتیا وزارت لخوا په یوه رسنیزه اعلامیه کې ویل شوي، د کرونا وایرس د تشخیص دغه مرکز د سه شنبې په ورځ (۱۹ وري) د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز لخوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه روغتیايي مرکز د نړیوالو معیارونو په اساس مجهز شوی دی او کولای شي په یوه ورځ کې د کرونا د سلو شکمنو پېښو تشخیص وکړي.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په دغه مهال څرګنده کړې، په کندهار او ټوله سویلي حوزه کې د کرونا وایرس د تشخیص مرکز جوړېدل یو مهم ګام دی او زیاتوي، تردې وروسته به د ارزګان، زابل او هلمند او کندهار ولایتونو څخه د کرونا وایرس شکمنې پېښې دغه مرکز ته د تشخیص لپاره راوړل کیږي.
نوموړي دغه راز ویلي، د یاد مرکز د تجهیز لپاره د مصنوعي تنفس د آلاتو، وقایوي کڅوړو او نورو اړونده روغتیايي سامان الاتو په ګډون درې ټنه وسایل او سامان آلات په نظر کې نیول شوي، چې له دې جملې څخه یو ټن یې پرون کندهار ولایت ته رسیدلي دي.
تردې وړاندې په کابل، هرات، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د کرونا وایرس د تشخیص پنځو مراکزو فعالیت کولو، چې د عامې روغتیا وزیر د وزیر فیروز الدین په خبره د یوې میاشتې په اوږدو کې به ددوی وړتیا لازیاته او په یوه ورځ کې به د کرونا وایرس ۲۰۰۰ پېښو تشخیص وکړای شي.
دامهال په هېواد کې د کرونا وایرس ۴۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي دي، په دغه لړ کې ۲۰ تنو صحت موندلی او ۱۴ تنه نور ددغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
په سویلي ولایت کندهار کې د کرونا وایرس د تشخیص مرکز په داسې مهال پرانیستل کیږي چې په لویدیځ ولایت هرات کې د کرونا وایرس تشخیصي روغتیايي مرکز فعالیتونه د اړینو روغتیايي توکو د نشتوالي له امله په ټپه دریدلي دي.
 
https://avapress.com/vdcgwu9x3ak9zw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته