کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا: افغانان دې د سیکانو امنیت خوندي کړي

21 حمل 1399 ساعت 12:33

د مرکزي او سویلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله «الیس ویلز» وایي، سیکان د افغان ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده، چې افغانان یې باید امنیت خوندي کړي.

الیس ویلز په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې دوی په افغانستان کې د سیکانو د امنیت په اړه ژوره اندېښنه لري او په خبره یې «سیکان د افغان ټولنې یوه نه بېلېدونکې برخه ده، افغانان باید ټول سره یو ځای شي او ددې مذهبي لږکیو امنیت خوندی کړي.»



الیس ویلز داسې مهال په افغانانو باندې د سیکانو د ساتلو غږ کوي، چې څه موده وړاندې په کابل کې پر درمسال برید ګڼ سیکان ووژل او زیات شمېر یې ټپیان کړل.
سیکانو باندې له برید وروسته هغوی د هند له حکومت وغوښتل، څو دوی خپل هیواد ته انتقال کړي.
دمګړی په افغانستان کې د اهل هنودو نږدې ۹۰ کورنۍ ژوند کوي، چې د ۷۵۰ شاوخوا غړي لري.
 


د مطلب کود: 207337

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207337/امریکا-افغانان-دې-د-سیکانو-امنیت-خوندي-کړي

آوا
  https://www.avapress.com