دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۳
د مطلب کود : 207337
د مرکزي او سویلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله «الیس ویلز» وایي، سیکان د افغان ټولنې نه بېلېدونکې برخه ده، چې افغانان یې باید امنیت خوندي کړي. الیس ویلز په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې دوی په افغانستان کې د سیکانو د امنیت په اړه ژوره اندېښنه لري او په خبره یې «سیکان د افغان ټولنې یوه نه بېلېدونکې برخه ده، افغانان باید ټول سره یو ځای شي او ددې مذهبي لږکیو امنیت خوندی کړي.»

الیس ویلز داسې مهال په افغانانو باندې د سیکانو د ساتلو غږ کوي، چې څه موده وړاندې په کابل کې پر درمسال برید ګڼ سیکان ووژل او زیات شمېر یې ټپیان کړل.
سیکانو باندې له برید وروسته هغوی د هند له حکومت وغوښتل، څو دوی خپل هیواد ته انتقال کړي.
دمګړی په افغانستان کې د اهل هنودو نږدې ۹۰ کورنۍ ژوند کوي، چې د ۷۵۰ شاوخوا غړي لري.
 
https://avapress.com/vdchxqniq23nvxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته