کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هوايي بريد کې د طالبانو په نامه والي ملا ولي جان په شمول ۱۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

21 حمل 1399 ساعت 13:06


تېره ورځ د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ پټان خېلو کلي کې د وسله والو مخالفینو په یوه قرارګاه هوايي برید شوی چې په پایله کې يې د وسله والو طالبانو په نامه والي ملا ولي جان مشهور په حمزه په شمول اته کسان سخت ټپیان او څلور کسان يې وژل شوي دي.
د امنیتي مسؤلینو په وینا په دغه بريد کې د وسله والو مخالفینو د یوه پټنځای سربېره د دوی یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.


د مطلب کود: 207339

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207339/په-هوايي-بريد-کې-د-طالبانو-نامه-والي-ملا-ولي-جان-شمول-۱۲-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com