دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 207339
په هوايي بريد کې د طالبانو په نامه والي ملا ولي جان په شمول ۱۲ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
تېره ورځ د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ پټان خېلو کلي کې د وسله والو مخالفینو په یوه قرارګاه هوايي برید شوی چې په پایله کې يې د وسله والو طالبانو په نامه والي ملا ولي جان مشهور په حمزه په شمول اته کسان سخت ټپیان او څلور کسان يې وژل شوي دي.
د امنیتي مسؤلینو په وینا په دغه بريد کې د وسله والو مخالفینو د یوه پټنځای سربېره د دوی یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
https://avapress.com/vdcjtae8huqeytz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته