دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 207350
د سعودي شاهي کورنۍ لسګونه شهزادګان پر کرونا وبا اخته شوي، په داسې حال کې چې پاچا سلمان او زوی یې ولیعهد «محمد» په یوه لرې سمندري ټاپو کې ځانونه ګوښه کړي دي.
 د ریاض شهزاده «فیصل بن بندر بن عبد العزیز آل سعود» په ګډون د سعودي ۱۵۰ نور شهزادګان پر کرونا اخته شوي، په داسې حال کې چې د ریاض شهزاده اوسمهال تر جدي پاملرنې لاندې په روغتون کې بستر دی.
د پاچا سلمان په متخصص روغتون کې چیرې چې د سعودي واکمنې کورنۍ غړو درملنه کیږي ډاکټرانو ته خبرداری ورکول شوی چې ددغې کورنۍ غړو درملنې لپاره بشپړ چمتو والی ونیسي.
ډاکټرانو ته د روغتون ادارې لخوا په لیږل شوي لیک کې د یاد راپور له مخې ویل شوي، چې په روغتون کې شاوخوا ۵۰۰ بسترونه چمتو کړي، او له کارمندانو څخه غوښتنه شوې چې ژر تر ژره موجود ناروغان راوباسي تر څو د شاهي کورنۍ غړو لپاره خونې چمتو کړي.
ورځپاڼې دا هم په ډاګه کړې، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبد العزیز له وبا خپریدو وروسته د جدې ښار ته نږدې د بحر ټاپو کې پر کرونا د اخته کېدو له ویرې ځان ګوښه کړی دی، د نوموړي سربېره ولیعهد ابن سلمان او یو شمېر وزیرانو هم سرې بحیرې ته نږدې یوې لرې پرتې سیمې ته ځانونه جلا کړي دي.
باید وویل شي چې په سعودي کې اوسمهال پر کرونا د اخته کسانو شمېر نږدې ۳۰۰۰ ته رسیدلی دی، دغه هېواد کې د کرونا لومړی قرباني یو افغان و چې سعودي ته د روزګار لپاره مسافر شوی و، په داسې حال کې چې سعودي کې د ټولو مړو شمېر ۴۱ تنه دی.
 
https://avapress.com/vdccpmqix2bqx18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته