دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 207365
داعش ډلې پر بګرام هوايي ډګر د راکټي حملې مسؤلیت واخیست
د بګرام په هوايي ډګر د نن سهار راکټي بریدونو مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت ډلې په غاړه اخیستی دی.
دې ډلې په یوه بیان کې ادعا کړې چې د بګرام په پوځي اډه کې یې د هیلیکوپټرو د ناستې ساحه یا هیليپډ هدف ګرځولی دی.

اخوا په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په خپله ټویټر پاڼه تأیید کړې چې په بګرام هوايي اډه نن سهار پنځه راکټونه لګېدلي دي.

په دې ټوېټ کې ویل شوي چې چاته په دې راکټي بریدونو کې زیان نه‌دی اوښتی او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پېښه څېړي.

داعش یا اسلامي دولت ډلې داسې وخت په بګرام هوايي اډې چې د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه پوځي اډه په‌کې ده د راکټي بریدونو مسؤلیت ومانه چې د اسلامي دولت د خراسان څانګې یا ای اس کې مشر اسلم فاروقي او ګڼ ملګري یې څو ورځې مخکې د افغانستان د ملي امنیت له‌خوا نیول شوي.

د پروان د پولیسو ویاند هارون مبارز هم ازادي راډیو ته مخکې تأیید کړې وه چې د بګرام هوايي اډې ته نږدې له جان قدم کلي نه راکټونه توغول شوي و چې دوه‌یې په هوايي اډه کې دننه او درې یې دېوال ته نږدې لګېدلي و.

هغه ویلي و چې څوک په دې بریدونو کې نه‌دي ژوبل، خو مالي تاوان‌یې اړولی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد څو ساعته مخکې په خپل ټویټر لیکلي چې په بګرام هوايي ډګر توغندیز برید دوی نه‌دی کړی.
په بګرام هوايي ډګر تر دې مخکې هم ډېر داسې بریدونه شوي چې اکثر یې مسؤلیت طالبانو ته راجع شوی.

وروستی وار د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۱۱ سهار وختي طالبانو په دوو موټربم او یوه ځانمرګي بریدګر په دې هوايي ډګر برید وکړ چې ډګر ته نږدې د هستوګنو ملکیانو له ډلې دوه کسان ووژل شول او ۸۰ نور ټپيان شول.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciqyarwt1aup2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته