کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سالنګ لویه لار د مسافر وړونکو موټرو پرمخ خلاصه شوه

21 حمل 1399 ساعت 16:36

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وايي، له تیرې شپې راهیسې په جنوبي سالنګ کې د درنو ماشینونو او آلاتو په مرسته د پاکولو عملیاتو نه وروسته نن سهار نهه بجې د سالنګ لویه لاره یوازې د مسافر وړونکو موټرو پرمخ خلاصه شوې ده.



د یاد ریاست له لوري په خپره شوې خبرتیا کې راغلي، تیره شپه(چهارشنبه) ماخوستن لس د سویلي سالنګ په «تنګي هیجان» سیمه کې د غر ښویېدنې له امله د سالنګ لویه لار د هرډول ترافیکو پرمخ تړل شوې وه؛ خو د باران د پرلپسې اورښت، د زیاتي غر ښویېدلو ممکنه خطر او کاري ساحې نه لیدلو په وجه د پاکولو عملیات یې ترسهاره وځنډول شول.
په خبرتیا کې ویل شوي، چې نن (پنجشنبه) سهار د ښویېدلي تنګي د پاکولو عملیات پیل شول او سهار په ۸ بجو د سالنګ لویه لار د مسافر وړونکو موټر پرمخ خلاصه شوه؛ خو باروړونکو او ټیلري موټرو ته لاهم د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست له مسافرو او موټر چلوونکو هم غواړي، چې له تونل څخه د تیرېدو پرمهال په ځانګړې توګه د «تنګي هیجان» په سیمه کې له احتیاط څخه کار واخلي او د چارواکو لارښوونو ته پاملرنه وکړي.
له تیرو څو ورځو راهیسې په سالنګونو کې واوره اوریږي، چې د زیات اورښت او شدید توفان له کبله چارواکو پردغه لاره د باروړونکو او ټیلري موټرو په تګ او راتګ بندیز ولګولو.
د سالنګ لویه لار د هېواد ۹ شمالي ولایتونو له پلازمینې کابل سره نښلوي، چې کله ناکله د ژمي په موسم کې د زیاتو واورو او شدیدو توفانونو له کبله د مسافرو پرمخ تړل کیږي.
 


د مطلب کود: 207373

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207373/د-سالنګ-لویه-لار-مسافر-وړونکو-موټرو-پرمخ-خلاصه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com