کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فیروز: په افغانستان کې د کرونا ضد محافظتي توکو تولیدي فابریکه جوړوو

21 حمل 1399 ساعت 16:39

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي، دغه وزارت له کرونا وایرس سره د مبارزې لپاره له یو ملیون زیاتو محافظتي کیټونو او څلورپنځوس(۵۴) ملیون لیتره د مکروب ضد مایعاتو ته اړتیا لري.
ښاغلي فیروز نن د پنجشنبې په ورځ (وري ۲۱) کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په اوس وخت کې له هېواده بهر ددغو روغتیايي توکو واردول امکان نه لري، ځکه دوی هڅه کوي چې په کور دننه یې چمتو کړي.


نوموړي زیاته کړه«که څه هم تراوسه مو سل زره محافظتي کیټونه وارد کړي، لیکن بسنه نه کوي له همدې امله هڅه کوو د کورنیو تولید کوونکو په مرسته د سیمې په معیارونو برابره یوه تولیدي فابریکه جوړه کړو، یاده فابریکه به درې ورځې وروسته په کار پیل وکړی او هره ورځ به د ۱۰ زره جوړو محافظتي کیټونو او ماسکونو د جوړلو وړتیا ولري.»
ښاغلي فیروز وویل: کوم روغتیايي وسایل چې په افغانستان کې تولیدیږي، ډاکټرانو او هغو کسانو ته به ورکول کیږي چې په کرونا رنځ اخته کسانو سره یې اړیکې وي.
د عامې روغتیا وزیر ډاډ څرګند کړ، چې ډیر ژر به په کور دننه د مکروب ضد مایع(ایټانول) چې د لاسونو او ځایونو پاکولو کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي د تولید کار هم پیل شي.
له کرونا وایرس سره د مبارزې په برخه کې د عامې روغتیا وزارت هڅې په داسې مهال ګړندۍ کیږي، چې د رسمي شمېرو ترمخه تردې دمه په هېواد کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر ۴۸۴ تنو ته رسیدلی، په دغه ډله کې ۳۲ تنه بیرته رغیدلي او ۱۵ تنو نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 


د مطلب کود: 207374

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207374/فیروز-په-افغانستان-کې-د-کرونا-ضد-محافظتي-توکو-تولیدي-فابریکه-جوړوو

آوا
  https://www.avapress.com