دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 207412
کندهار کې چاودنې درې ملکیان وژلي
د کندهار ولایت چارواکي وايي، په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې درې ملکیان ووژل شول.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادی راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون ماښام وشوه.
ښاغلی بارکزی زیاتوي: "د جمعې ورځ وه او خلک مېلې ته راټول شوي وو چې د مخالفانو له‌خوا ځای پر ځای شوی ماین وچاودېد. د چاودنې په نتيجه کې درې ملکیان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول."
خو یوې امنیتي سرچنې چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې خپور شي، ازادي رادیو ته وویل چې په دغه چاودنه کې د سرحدي پولیسو د چټک غبرګون د قوماندان ورور میر محمد د خپلو درېیو ساتونکو سره وژل شوی او دوه پولیس ټپيان شوي دي.
د پېښې مسؤلیت تر اوسه هېڅ‌چا نه‌دی منلی.
https://avapress.com/vdcb8zb55rhbgap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته