دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 207432
سکاټ مېلر قطر کې طالب استازو سره لیدلي
قطر کې مېشت طالب پلاوی وايي، چې تېره ماښام یې یو شمېر استازو افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر سره د سولې پر هوکړې خبرې کړي دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهل شاهین ویلي، چې تېر ماښام ( جمعه وري ۲۲ ) د سیاسي دفتر پلاوي یو شمېر غړیو یې افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان سکاټ مېلر سره لیدلي، او د شوې هوکړې د سرغړونو په اړه یې خبرې کړي.
سهل شاهین پر خپل ټوېټر لیکلي “په ناسته کې په هغو بریدونو او چاپو هم جدي خبرې وشوې، چې په غیرجنګي سیمو کې ترسره شوې ا د مخنیوي غوښتنه یې وشوه.”
څو ورځې وړاندې طالبانو وویل چې امریکا د شوې هوکړې اصولو ته ژمنه ندی پاتې او د هوکړې خلاف بریدونه یې ترسره کړي دي.
طالبانو خبرداری ورکړ که د امریکا لخوا د هوکړې خلاف کړنې دوام ومومي، دوی به هم لاس تر زنې پاتې نشي.
طالبانو دا هم وویل چې شوې ژمنې سره سم یې تر اوسه پنځه زره طالب بندیانو هم ندی خوشې شوي، طالبانو داسې مهال دا نیوکه کړې چې له څو ورځو راهیسې افغان حکومت د یو شمېر طالب بندیانو د خوشې کېدو بهیر پیل کړی، او تېرو ورځو کې یې یو شمېر طالبان له زندان څخه آزاد کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcds50xxyt0zo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته