دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۴
د مطلب کود : 207619
د ولسي جرګې د روغتیایي چارو کمېسیون نیوکه کوي، چې د کرونا په بحراني حالت کې هم د هېواد په ډیرو روغتونونو کې لومړني طبي تجهیزات نشته. د یاد کمېسیون مشر نجیب ناصر وايي، دا چې د دولتي روغتونو د وسایلو او تجهیزاتو پیسې په څه مصرف شوې، په اړه یې له مونږ سره پوښتنې پیدا شوې. نوموړي زیاته کړې « له کرونا سره د مبارزې په برخه کې باید ټولو روغتونونو ته د ایمرجنسي او نورو برخو لازم طبي وسایل ورسول شي او شفافیت موجود واوسي.»

ولسي جرګه داسې مهال د روغتونونو په نامه مصرف شویو پیسو په اړه پوښتنه راپورته کوي، چې له تېرې اوونۍ راپدېخوا د ټولنیزو رسنیو فعالان له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د عامه پوهاي د ټیم د مشر «وحید عمر» او  د روغتیا له وزیر «فیروزالدین فېروز» د هغه پيسو حساب غواړي، چې دوی یې له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د مصرف دعوه کوي.
ولسي جرګې هم پرون دواړه چارواکي د مصرف شوې بودیجې د څرنګوالي او شفافیت روښانولو په موخه استجواب کړي وو.
بل لور ته د ولسمشر سلاکار وحید عمر بیا وایي، د تجهیزاتو کموالی د بودیجې له نشتون او کمښت سره تړاو لري او په وینا یې، چې د بحران د زیاتېدلو په صورت کې لا زیاتو پیسو او مرستو ته اړتیا ده.
باید وویل شي، چې دې وروستیو کې اروپايي ټولنې او نړیوال بانک له افغانستان سره میلیونونه ډالر مرستې اعلان کړې دي.
 
https://avapress.com/vdca60nuo49nwi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته