دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 207629
هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۶۴۲ ته لوړ شو
تېرو څلریشت ساعتونو کې هرات او کندهار ولایتونو کې د کرونا ویروس یو شمېر نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکو ویلي، چې تېرو څلریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۸ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې سره کندهار ولایت کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۷۵ ته لوړ شو.
په ورته وخت نن ( دوشنبه وري ۲۴ ) د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکو دغه ولایت کې د کویډ نوولس ویروس د اووه نویو مثبتو پېښو خبر ورکړی، چې له دې سره هرات ولایت کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۸۰ ته لوړ شو.
اوس مهال ټول هېواد کې ۶۴۲ کسان په کرونا ویروس اخته دي، چې له ډلې یې ۳۰ کسان له یاد ویروس څخه بېرته رغېدلي، او اتلس کسانو بیا له همدې امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
اوس مهال د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله د خلکو په ګرځېدا بندیز لګول شوی، او له خلکو غوښتل شوي چې خپلو مېنو کې پاتې شي، او له بې ځایه تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
یو شمېر ډېر خلک بیا د ګرځبندیز پر مهال له بې وزلې سر ټکوي، او وايي که د ورځې لخوا کار ونه کړي وږي پاتېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5zb59rhbg0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته