نوموړي چې نن(دوشنبې د وري په ۲۵مه نېټه) کابل کې خبري ناسته کې خبرې کولې زیاته کړه چې تر اوسه ۳۸ تنه په کوویډ ۱۹ ناروغۍ اخته کسان روغ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېرو ۲۴ ساعتونو کندهار کې ۲۸ د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس، محمداشرف نادري وايي چې له تازه ثبت شویو پېښو سره کندهار کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۵ ته ورسید.
همداراز کابل کې د تازه ثبت شویو پېښو شمېر ۱۳ دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي چې تېره شپه ورځ کې نیمروز۶، تخار کې ۳ او کندز کي هم یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
هرات کې بیا تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷ مثبتې پېښې ثبت شوې.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند، محمد رفیق شېرزی څرګندوي چې له تازه ثبت شویو پېښو سره هرات کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۲۸۰ ته ورسید.
هلمند کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۹ ته ورسېدې.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس، عبدالاحد حازم وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ تازه پېښې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې هېواد کې د کوویډ ناروغۍ له کبله ۲۱ تنه مړه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)