له دې سره به په نړۍ کې په ورځنۍ توګه له تولیدېدونکو تېلو څخه میلونونه بېرله راکم شي.
اوپک، له ۲۳ تېل تولیدوونکیو هېوادونو جوړ سازمان دی چې د تېلو په تولید کې یې د پام وړ کموالی اعلان کړی.
د دې سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به د مې او جون په میاشتو کې په ورځني ډول د تېلو په تولید کې شااوخوا ۱۰ میلیونه بېرله کموالی راشي.
دا په ټوله نړۍ کې د تېلو د عرضې شااوخوا ۱۰ په ۱۰۰ کې برخه جوړوي.
په وروستي توافق کې روسیې هم ویلي چې د تېلو تولید کموي. تر دې مخکې د سعودي عربستان او روسیې ترمنځ اختلاف د دې سبب شوی و چې دواړه هېوادونه د خپلو تېلو تولیدات زیات کړي.
د دې په پایله کې د نړۍ د ونډو په بازارونو کې د تېلو ونډې سختې راولوېدې.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ «۲۰۲۰ کال د اپرېل ۱۳» په یو ټویټ کې ولیکل چې د تېلو تولیدوونکي په ورځ کې تر ۲۰ میلیونو بېرلو د تېلو په تولید کې کمی راولي.
د ښاغلي ټرمپ شمېرې د هغه څه دوه چنده دي چې یوه ورځ مخکې پرې هوکړه شوې وه.
امریکايي چارواکي وايي، د کرونا ویروس خپرېدل به په بېلابېلو هېوادونو کې د تېلو د بیو د کمېدو سبب شي او د دې هېوادونو اقتصادونه به خراب کړي.
بلهخوا د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر عبدالعزیز بن سلمان ویلي، د نړۍ ۲۰ د پیاوړي اقتصاد لرونکو هېوادونو ژمنه کړې چې په ورځنۍ توګه د تېلو تولید څه کم څلور میلیونه بېرله راښکته کړي.
د تېلو د بیو په لوړېدو سعودي عربستان او روسیې خپلو کې سخت مذاکرات وکړل څو رامنځته شوی کړکېچ هوار کړي.
د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نوواک د دوشنبې په ورځ وویل چې هېواد یې له سعودي عربستان سره د ورځې د دوه میلیونه بېرله تېلو په کمولو هوکړه کړې.
د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نوواک
د ایران د تېلو وزیر هم ویلي چې کوېټ، سعودي عربستان او عربي متحده امارات په دې سلا شوي چې په یوه ورځ کې تر دوه میلیونه بېرله د تېلو تولید راکم کړي.
اقتصاد پوهان دا اقدامات ډېر مؤثر نهګڼي. روبین میلز د تېلو د مارکېټ متخصص دی. نوموړي اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي، اوسنی اقدام ښايي دې شرایطو کې اغېز وکړي، خو د تېلو په برخه کې ټولې شته ستونزې نهشي هوارولی.
هغه زیاته کړه: "بازار کې دا تمه وه چې په یو حد کې هوکړه کېږي، خو کله چې ګوري، په ورځ کې د ۲۰ یا ۳۰ میلیونه بېرله تېلو د تقاضا نشتوالی چې د اپرېل په میاشت کې دی او ښايي مې میاشت کې هم دوام وکړي، په مقابل کې د هېوادونو له لوري په ورځ کې د اووه نیم میلیونه بېرله تېلو د تولید کمول. فرضاً په امریکا به فشار راوړل شي چې خپل ورځني تولیدات ۱۰ میلیونه بېرله راکم کړي. دا ډول اقدامات مرسته کوي، خو د تېلو د تقاضا د نشتوالي پر مهال د ټولو ستونزو هواری نهدی."
د دوشنبې په ورځ د نړۍ د ونډو په بازارونو کې د یو بېرل تېلو بیه یو څه لوړه شوه او تر ۳۲ ډالرو ورسېده.
له دې ټولو سره اقتصاد پوهان وايي، داسې ښکاري چې د اوپک سازمان هوکړه تر عملي کېدو مخکې له ناکامۍ سره مخ ده، ځکه نهدي توانېدلي پانګهوال دې ته لېوال کړي چې د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال د تېلو برخه کې پانګونه وکړي.